خبرونهنړۍ

غزه کې ۴۰ فلسطیني وګړي وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د صهیونیستانو جنایتونو دوام په ترڅ کې په غزه کې ۴۰ نور فلسطینیان وژل شوي.

په دې سره په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر۵۲ زره او ۵۳۵ تنو ته ورسېد

د فلسطین د روغتیا وزارت وایي، چې په غزه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰ کسان وژل شوي او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي.

د ۲۰۲۵ کال د مارچ له ۱۸مې نېټې څخه د اسرائیلو د نوې یرغلونو د پیل راهیسې، په غزه کې ۲ زره او ۴۳۶ کسان وژل شوي او ۶ زره او ۴۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د دې شمېرو سره، د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې د ټولو شهیدانو شمېر ۵۲ زره او ۵۳۵ ته ورسېد.