
کابل ټیلیګراف – ۱۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق، د دې هېواد کرسۍ طالبانو ته د سپارلو ادعا رد کړه او ویې ویل چې تر اوسه په دې اړه هیڅ توافق نه دی شوی.
هغه خبرداری ورکړ چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر کارکوونکي باید غیرمسئولانه څرګندونې ونه کړي.
فایق ټینګار وکړ چې د طالبانو سره د اړیکو عادي کول پرته له روڼتیا، اجرایي ضمانت، او د خلکو د ریښتینو استازو، په تېره بیا د ښځو، له حضور پرته د منلو وړ نه دي.
نړیواله ټولنه هم د کرسۍ طالبانو ته سپارل د ټولشموله حکومت د جوړېدو او د بشري حقونو د رعایت سره مشروط بللي دي.