
کابل ټیلیګراف – ۱۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سبا دوشنبه پآکستان ته ځي.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې سید عباس عراقچي به د دوشنبې په ورځ پاکستان ته سفر وکړي او په دې سفر کې به د دې هیواد له لوړپوړو چارواکو سره د سیمې او نړۍ په کچه د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې اتري وکړي.
هغه زیاته کړې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر به همدا اونۍ هند ته هم یو رسمي سفر ولري.
د ایران بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې هند او پاکستان ته سفر کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ترینګلي دي.