خبرونهعجایبنړۍ

د مالدیپ ولسمشر د ۱۵ ساعته دوامداره خبري غونډې ته د وینا نوی ریکارډ جوړ کړ

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د مالدیپ ولسمشر محمد معیظو د نږدې ۱۵ ساعته اوږدې او دوامداره خبري غونډې په ترسره کولو سره یو نوی نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

دا خبري غونډه د شنبې په ورځ سهار ۱۰ بجې پیل شوه او د وقفو سره سره تر ناوخته پورې يې جریان درلود، چې ټول وخت یې ۱۴ ساعته او ۵۴ دقیقې و.

ولسمشر معیظو د خبریالانو ټولو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او د خلکو لخوا د رالېږل شویو پوښتنو ته یې هم په مستقیم ډول ځوابونه وویل.

په اکتوبر ۲۰۱۹ کې، د اوکراین ملي ریکارډ ادارې ادعا کړې وه چې د اوکراین ولسمشر زیلنسکي د ۱۴ ساعته خبري غونډې د بیلاروس مشر الکساندر لوکاشینکو د ۷ ساعته اوږدې غونډې پخوانی ریکارډ مات کړی و.

د مالدیپ د ولسمشرۍ دفتر د بیان له مخې، دا خبري غونډه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې وه ترڅو د رسنیو رول وستایل شي.