افغانستانخبرونه

د طالبانو یو لوړ رتبه پلاوی قطر ته تللی

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین په مشرۍ یو پلاوی قطر ته رسیدلی.

یاد وزارت لخوا په خپره شوي خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د عبدالحق آخند په مشرۍ دغه پلاوی تېره شپه قطر ته رسیدلی

خبرپاڼې زیاته کړې، چې دغه پلاوی به د قطر له مسؤلینو سره د نشه یي توکو د کنټرول په برخه کې د ګډو هڅو او همکاریو د پراخولو په اړه خبرې اترې وکړي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی، خو نړیوالو اندېښنو ښودلې، چې د نشه یي توکو قاچاق تر بل هر وخت زیات شوی دی.