خبرونهنړۍ

چین کې د کښتیو ډوبېدو پېښه کې ۳ کسان مړه شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د چین هېواد د کیانګژي ښار سره نږدې په سیند کې د دوو کښتیو د ډوبېدو پېښه کې ۳ تنه مړه شوي.

د بیجینګ څخه د چینایي رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه د چین په سویل لویدیځ ګوئژو ولایت کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې په دوو کښتیو کې نږدې ۷۰ کسان سپاره وو.

دې کسانو د چین د تر ټولو اوږد سیند یانګژي یو فرعي سیند کې سفر کولو، چې ناڅاپه د باران او تیزو سېلونو سره د مخ کېدو وروسته یې کښتۍ ډوبه او درې تنه په کې مړه شول.

د چینایي رسنیو په وینا، د پېښې وروسته مرسته کوونکو ادارو ۵۰ کسان ژغورلي