
کابل ټیلیګراف – ۱۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، چې د نورستان ـ کونړ ۲۲ کیلو متره سړک پاتې چارې به ژر پیل کړي.
د دغه وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د طالبانو د ټولګټو چارو وزیر ملا محمد عیسی ثاني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې د ژیړي بابا، پشد او شیګل له پلونو او د کنړ–نورستان سړک له رغنیزو چارو لیدنه کړې ده.
د طالبانو ټولګټو چارو وزارت وایي، عیسی ثاني د کنړ–نورستان سړک د پاتې برخو د رغونې په موخه اړوندو شرکتونو ته کاري ساحې ځانګړې کړې، چې ډېر ژر به یې د رغونې عملي چارې پیل شي.
طالبانو په ختیځ کې د ګڼ شمېر پروژو یادونه کوي، خو تر اوسه یې په عملي کېدو کې پاتې راغلي.