
کابل ټیلیګراف – ۱۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د راپورونو له مخې، د اسرائیلو امنیتي کابینې د غزې د بشپړ نیونې طرحه تصویب کړې ده.
یوه اسراییلي چارواکي ویلي، د دغه هېواد امنیتي کابینې د غزې په تړانګه کې د راتلونکې عملیاتو طرحه تصویب کړې چې پکې د «غزې بشپړ اشغال او د سیمو کنټرول» شامل دي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې، د اسراییلو او حماس ترمنځ سختې نښتې پیل شوې، چې د دواړو خواوو لهخوا د زرګونو ولسي خلکو ژوند ته زیان رسولی دی.
دا جګړه د حماس له خوا د اسراییلو پر اهدافو بریدونو او د اسراییلو له خوا پر غزه پراخو هوايي او مځکنیو بریدونو ته لاره هواره کړه.