
کابل ټیلیګراف – ۱۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د کرېکټ نړۍوالې شورا په خپله تازه درجه بندۍ کې اعلان کړی چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په نړۍوالو یو ورځنیو لوبو کې ۷م ځای خپل کړی دی.
په تازه درجه بندۍ کې د انګلستان ملي لوبډله له افغانستان وروسته اتم ځای کې ده.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، په تازه درجه بندۍ کې د هېواد ملي لوبډلې د مخکې تګ لامل په وروستیو نړۍوالو یو ورځنیو لوبو کې د ملي لوبغاړو ښې لوبې دي.
د دغې درجه بندۍ په لومړي ځای کې هند او ورپسې نیوزلنډ، اسټرالیا، سریلانکا، پاکستان او سویلي افریقا په ترتیب دویم، درېیم، څلورم، پنځم او شپږم ځایونه لري.