افغانستانخبرونه

د ټرمپ څرګندونو ته د پوتین غبرګون؛ امریکايي ولسمشر ته ووایئ چې بګرام اډه شوروي اتحاد جوړه کړې

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د بګرام نظامي اډې د بیا نيولو په تړاو د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستيو څرګندونو ته د چین تر غبرګون وروسته دا ځل د روسیې د ولسمشر ولادیمير پوتین غبرګون هم را پارولی دی.

پوتین په يو ټويټ پيغام کې د امریکا ولسمشر ته په ځواب کې ويلي: ((چا بګرام هوایی اډه جوړه کړه؟ شوروي اتحاد، مهرباني وکړئ څوک امريکايي ولسمشر ته ووایاست چې دا د شوروي اتحاد لخوا جوړه شوې، نه د امريکا له خوا جوړه شوې ده.))

تر دې وړاندې چینايي چارواکو هم څرګنده کړې وه چې چاته په بګرام اډه کې د نظامي حضور اجازه نه ورکوي.

د طالبانو حکومت هم نن د چوپتیا ماته کړه او په يو ځل يې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او د دغې ډلې د دفاع وزارت لوی درستيز فسیح الدین فطرت هم په دې اړه غبرګون څرګند کړ.