افغانستانخبرونه

د طالبانو واک ته راتګ د ایران اقتصاد ته ګټه رسولې

کابل ټیلیګراف – ۱۶ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې رئیس وایي، د طالبانو واک ته راتلل د ایران اقتصاد ته ګټه ورسوله.

محمود سیادت وايي: د طالبانو له حاکمیت مخکې، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون او د هغوی له اسلامي جمهوریت سره اختلافات د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره جدي خنډ وو، خو د طالبانو په واک ته راتلو سره دا خنډ تر ډېره حده له منځه تللی دی.

هغه زیاته کړه: که طالبان د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت وپېژندل شي، د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت تر ۱۰ میلیارده ډالرو پورې زیاتیدلی شي.

بلخوا د ایران خراسان رضوي والي د دې هېواد د کرنې وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د هرات او فراه والیانو سره لومړنۍ هوکړې ته رسیدلی او که زمینه برابره شي، نو د دغه ولایتونو په دیرش زره هکتاره ساحو کې د چغندر کښت امکان شته.

نوموړي په لیدنه کې د دې ولایت د قراردادي کښت او له سرحد ور اخوا کښت په برخه کې د پروګرامونو په اړه وویل: افغانستان ته په وروستي سفر کې یې، دا موضوع د هرات او فراه د والیانو سره مطرح کړې او لومړنۍ هوکړې هم تر لاسه شوي.

هغه ټینګار وکړ چې دا طرحه کولی شي د قهستان د قندو فابریکې لپاره ۱۵۰ زره ټنه اړین چغندر قند چمتو کړي.