خبرونهنړۍ

په غزه د تېرو ۲۴ ساعتونو بریدونو کې ۵۰ فلسطیني وګړي وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۶ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

فلسطیني رسنیو خبر ورکړی، چې د تیرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د اسرائیلو د پوځ هوایي او توپچي بریدونو کې ۵۰ فلسطیني وګړي شهیدان شوي.

دغه بریدونه د غزې په جنوب، خان یونس او د مرکزي غزې پر النصیرات کمپ ترسره شوي دي.

دا جنایتونه په غزه کې په داسې حال کې دوام لري چې د غزې روغتیايي مسوولینو په وینا، په اوسط ډول هر څلوېښت دقیقو کې یو ماشوم په دې سیمه کې وژل کیږي.

ویل کېږي چې د اسرائیلو لخوا پر غزې د برید له پيل څخه تر تر دې دمه ۱۶ زره ماشومان وژل شوي.