
کابل ټیلیګراف – ۱۶ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکړی، چې د راتلوونکې چهارشنبې په ورځ به د سوریې ولسمشر مؤقت ولسمشر محمد الشرع د فرانسې پلازمینې پاریس ته ولاړ شي.
د فرانسې الېزه ماڼۍ د دې خبر په تائید سره ویلي، چې ولسمشر امانوئل ماکرون به د الجولاني هر کلی وکړي.
د فرانسې د ولسمشري ماڼۍ اعلان وکړ چې امانوئل ماکرون به دغه کتنه کې د نوې، ازاده، باثباته او د ملي واکمنۍ څخه برخمنې سوریې په ملاتړ ټینګار وکړي.
تیره اونۍ هم الجولاني او امانوئل ماکرون د بندیزونو د لیري کېدو په اړه خبرې اترې کړې وې.
دا لومړنی ځل دی چې الجولانې په سوریې کې له واکمنتیا وروسته، یو اروپایي هېواد ته سفر کوي.