
کابل ټیلیګراف – ۱۶ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روان کال د اپریل په میاشت کې له دوه سوه اتیا زره زیات افغان کډوال په زور او یا په خپله خوښه له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
دې ادارې ویلي چې افغان کډوال د نامعلوم راتلونکي سره مخ دي او سمدستي مرستو ته اړتیا لري.
د ماشومانو د ژغورنې صندوق او یونیسف خبرداری ورکړی چې د روان کال تر پایه به شپږ سوه زره نور کډوال افغانستان ته راشي.
دې سازمانونو د راستنېدونکو افغانانو د بشري اړتیاوو د پوره کولو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغانستان له کلونو راهیسې د نفوس د پراخو بې ځایه کېدنې شاهد دی.
د افغان کډوالو د اخراج دویم پړاو د روان کال د حمل له دیارلسمې پیل شو.
پاکستان اعلان کړی چې په دې پړاو کې به بې اسناده کډوال او د افغان تابعیت کارټ لرونکي کډوال وباسي.