افغانستانخبرونه

د وزیري کورنۍ: قاتل دې عدالت ته وسپارل شي

کابل ټیلیګراف – ۱۶ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال\

په متحده ایالاتو کې د افغانستان د پخواني نظامیانو د وژل شوي سرتیري عبدالرحمن وزیري کورنۍ د عدالت غوښتنه کړې.

پخوانی نظامي عبدالرحمن وزیري چې د اپریل په ۲۷مه د امریکا په ټکساس کې وژل شوی و، اوس یې کورنۍ د هغه د وژنې په اړه د ځواب ویلو غوښتنه کړې.

د وزیری کورنۍ دا عمل «په عام محضر کې اعدام» بللی او له چارواکو یې غوښتي چې قاتل دې عدالت ته وسپارل شي.

دا پېښه د موټر پارکینګ پر سر له یوې شخړې وروسته رامنځته شوه.