
کابل ټیلیګراف – ۱۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د هندوستان د کرکټ سوداګریز لیګ پاتې لوبو لپاره د ډیلي کیپیټل لوبدلې له لورې افغان پیلیز توپ وهونکی صدیق اتل اخیستل شوی.
یادې لوبډلې پرون پخپلو ټولنیزو پاڼو صدیق اتل ته ښه راغلاست ویلی او هیله یې ښودلې، چې هغه به د دغه لوبډلې د پاتې لوبو لپاره ښه ولوبیږي.
تیر کال همدې لوبډلې د افغانستان بل الرونډر لوبغاړی ګلبدین نایب اخیستی و، چې په دوو لوبو کې یې له ځآن سره ولوبو.
دا مهال کریم جنت، رحمن الله ګربز، راشدخان، نوراحمد، فضل الحق فاروقي او مجیب ځدران هغه افغان لوبغاړي دي، چې په دغه لیګ کې لوبیږي.