
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان او هند د تاوتریخوالي له امله د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) لسم سیزن پاتې لوبې متحده عرب اماراتو ته ولېږدول شوې
د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د پي اېس اېل متحده عرب اماراتو ته د لېږدولو پخلی کړی او ویلي یې دي چې د دې ایونټ پاتې ۸ لوبې متحده عرب اماراتو ته لېږدول کېږي.
د پي سي بي په وینا، دا ۸ لوبې به بیا مهالویش شي او د دوی د نوو نېټو اعلان به ډېر ژر وشي.
سرچینې وايي، بهرني لوبغاړي به د لومړیو موجودو الوتنو له لارې دوبۍ ته واستول شي، او د لیګ په مهالویش کې ممکن د ۶ تر ۷ ورځو توپیر راشي.
سرچینو ویلي چې د پاکستان کرکټ بورډ هوډ لري چې دا لیګ په همدې میاشت کې بشپړ کړي.
د یادونې وړده، چې د هندوستان له لورې د پنجشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د کراچي کنګز او پېښور زلمي ترمنځ لوبه لغوه شوې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې تیره شپه د هندوستان سوداګریز لیګ یوه سیالي هم د امنیتي اندېښنو له امله د څراغونو د خاموشه کولو په ترڅ کې په مساوي ډول اعلان شوه.