
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ کارډینل رابرټ پري ووسټ، د کاتولیک عیسویانو د نوي پاپ په توګه د لږ تر لږه ۴ ځله رایې ورکولو وروسته ټاکل شوی دی.
رابرټ پري ووسټ په تاریخ کې لومړنی امریکايي پاپ دی او هغه به د پاپ لیو څوارلسم په نوم یادیږي.
د بهرنیو خبري اژانسونو په وینا، رابرټ پري ووسټ په ۲۰۲۳ کال کې کارډینل شو، او له دې مخکې یې د ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۳ پورې په پیرو کې د بشپ په توګه دنده ترسره کوله.
تېره میاشت د عیسویانو مخکینی پاپ فرانسس ومړ.
۶۹ کلن رابرټ پري ووسټ د کاتولیک عیسویانو ۲۶۷م پوپ شو.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ رابرټ پري ووسټ ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې دا د ویاړ خبره ده چې هغه لومړنی امریکايي پاپ دی.
ټرمپ د پاپ لیو سره د لیدو هیله هم څرګنده کړې ده.