ټیکنالوژيخبرونهنړۍ

بل ګیټس: په څو کلونو کې به خپله ټوله شتمني خیریه کارونو ته وقف کړي

کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

په ۲۰۰۰ کال کې کله چې بل ګیټس او میلینډا ګیټس د ګیټس بنسټ جوړ کړ، نو پلان یې دا و چې دا اداره به د اوږدې مودې لپاره کار کوي.

د بل ګیټس پلان دا و چې د هغه له مړینې وروسته به هم دا اداره خپل کار ته دوام ورکوي او د هغه شتمني به د لسګونو کلونو لپاره په خیریه کارونو مصرفېږي.

خو اوس د مایکروسافټ شریک بنسټ ایښودونکي وايي چې نه غواړي د خپلې زیاتې شتمنۍ د وقف کولو لپاره دومره انتظار وکړي.

په یوه بلاګ پوسټ کې هغه اعلان وکړ چې خپله ټوله له ۱۶۰ میلیارده ډالرو زیاته شتمني به ووېشي.

د بل ګیټس اټکل دی چې دا به د راتلونکو ۲۰ کلونو یا د ۲۰۴۵ کال د ډسمبر تر ۳۱مې پورې ترسره شي.

دا اعلان په داسې وخت کې شوی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د روغتیا، بهرنۍ مرستې او نورو عامه ملاتړ پروګرامونو لپاره په بودیجه کې کموالی راولي، حال دا چې د ګیټس بنسټ د دې ټولو موخو لپاره کار کوي.

بل ګیټس وویل چې د هغه اداره غواړي د نړیوالې روغتیا او مساوات پروسه چټکه کړي او هیله لري چې دا به د نورو میلیارډرانو لپاره یوه بېلګه شي.

هغه وویل: “زما له مړینې وروسته به خلک زما په اړه ډېر څه ووايي، خو زه پر دې ټینګار لرم چې دوی به دا ونه وايي چې یو میلیارډر مړ شو. نړۍ کې ډېرې داسې ستونزې شته چې سمدستي حل ته اړتیا لري، نو زه غواړم د خپلو ټولو سرچینو سره د خلکو مرسته وکړم.”

د ګیټس بنسټ د نړۍ له لویو خیریه ادارو څخه دی او تر اوسه یې په بېلا بېلو برخو کې له ۱۰۰ میلیارده ډالرو زیاتې خیریه پروژې ترسره کړي.

د کرونا وبا له پیل وروسته، بل ګیټس د شتمنۍ وقف کولو بهیر چټک کړی، خو دا نوی اعلان یې ډېر حیرانونکی دی، ځکه هغه اوس غواړي ژر تر ژره خپله ټوله شتمني وقف کړي.

د راتلونکو ۲۰ کلونو په ترڅ کې به د ګیټس بنسټ د میندو او نوي زیږېدلو ماشومانو د مړینې مخنیوي، وژونکو ناروغیو د له منځه وړلو او په میلیونونو خلکو د بېوزلۍ څخه د را ایستلو په څېر موخو باندې کار وکړي.

بل ګیټس هیله څرګنده کړه چې د مصنوعي هوښ (AI) ټکنالوژي به په دې کار کې مرسته وکړي.

د بل ګیټس په وینا، تر ۲۰۴۵ کال پورې به هغه خپله ۹۹ فیصده شتمني وقف کړې وي، په داسې حال کې چې د هغه ټوله عاید به هم د ګیټس بنسټ ته ځي.