افغانستانخبرونه

د طالبانو یو قاضي له دوه ملګرو سره یو ځای وژل شوی

کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د نورستان – کونړ پر لویه لاره د طالبانو یو قاضي له دوه نورو ملګرو سره یو ځای په یوې ترافیکي پېښه کې وژل شوي دي.

د طالبانو د نورستان د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، د نورستان – کونړ  لویه لار د یوه «فیلدر» ډوله موټر د اوښتو په پایله کې، د دې ولایت د ښاري محکمې د مدني دیوان یو قاضي رحیم‌الله او دوه نور کسان مړه شوي دي.

هغه  زیاته کړې چې دا قاضي له پارون مرکز څخه د نورستان د واما ولسوالۍ پر لور روان و، چې موټر یې له تخنیکي ستونزې سره مخ شو، له سړکه ووت او سیند ته وغورځېد.

د هغه په وینا، د قربانیانو جسدونه تر اوسه نه دي موندل شوي، خو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.