افغانستانخبرونه

طاهر قدیر په کینیا کې محکمې ته حاضر کړای شو

کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان د مخکیني حکومت د ولسي جرګې پخوانی لومړی مرستیال ظاهر قدیر پرون د کینیا پلازمینه نایروبي کې محکمې ته حاضر کړای شو، خو محکمه یې یوې بلې ورځې ته وځنډول شوه.

د را پورونو له مخې؛ په دغه محکمه کې امریکا ته د هغه د سپارلو غوښتنه باندې بحثونه وشول، خو امریکا ته د هغه د سپارلو پرېکړې یوې بلې محکمې ته وځنډول شول.

ظاهر قدیر پرونۍ محکمې ته ویلي، چې هغه د خپل سیاسي دریځ له امله نیول شوی او امریکا ته سپارل کیږي، خو امریکا پر قدیر تور پوری کړی، چې هغه د نشه یي توکو قاچاق او وسلې لري.

د ظاهر قدیر وکیل، ندیګوا نجیرو، محکمې ته ویلي چې د امریکا غوښتنه یوازې د نیونې پر حکم او د تورونو پر لنډیز ولاړه ده، نه پر مستندو شواهدو.

قدیر، چې نژدې یوه میاشت مخکې په کینیا کې نیول شوی، دغه تورونه رد کړي او امریکا ته د ده د استرداد غوښتنه یې سیاسي بللې ده.

د نایروبي محکمې د قدیر د توقیف موده غځولې تر څو د استرداد د غوښتنې په اړه پرېکړه وشي.