
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
محلي سرچینې راپور ورکوي چې تېره شپه وسلهوالو کسانو د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې پر پاکستاني پوځیانو پرلهپسې بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، وسلهوالو د کوټې په سرحدي ځواکونو پر مقر برید کړی، چې په پیل کې د دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي او وروسته ډزې پیل شوې دي.
همدارنګه، وسلهوالو د کوټې د کمبراني سړک پر کپتان صفرخان پوستې هم برید کړی دی.
له بلې خوا، سرچینو د کوټې د کیراني سړک په هزاره ښار کې پر یوه پوځي پوستې د برید او همدارنګه د عارف ګلي په نوم یوه سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو د نامعلومو کسانو لخوا د لاسي بم د غورځولو خبر تایید کړی دی.
د دې بریدونو دقیق جزئیات لا نه دي خپاره شوي او پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.