
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د دفاع وزیر وایي، نه غواړو له هند سره نوره شخړه وکړو، امریکا او د خلیج هېوادونه دې منځګړیتوب وکړي .
خواجه آصف الجزیره سره په مرکه کې ویلي چې موږ نه غواړو له هند سره مخامختوب له خپلو سرحدونو هاخوا پراخ شي او امریکایان او د خلیج هېوادونه باید منځګړیتوب وکړي.
هغه زیاته کړې چې موږ له هند سره لوی ګډ میراث لرو او په دې منځ کې د پام وړ مذهبي او ټولنیز همپوشاني شته.
د یادونې وړده، چې له تېرو دو ورځو راهیسې پاکستان او هند په یو بل بریدونه پیل کړي، چې تر اوسه تر سلو د زیاتو کسانو د مرګ ژوبلې ادعاوې شوي.