افغانستانخبرونه

د پیسو نړۍوالو صندوق پاکستان ته ۱.۴ میلیارده ډالرو پور تصویب کړ

کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د پيسو نړۍوال صندوق د دغه صندوق د اقلیمي مبارزې له لارې پاکستان ته د ۱.۴ میلیارده ډالرو تازه پور تصویب کړ.

رویټرز راپور ورکړی چې د پیسو نړۍوال صندوق د پاکستان اقتصادي ثبات لپاره د ۷ میلیارده ډالرو د جلا پور پروګرام هم ارزولی چې یو میلیارد به یي په نغدي ډول ازادې شي.

خو د دغه صندوق د بورډ د تېرې ورځې (جمعې) په غونډه کې بیا هند ویلي چې د پیسو نړۍوال صندوق دې پاکستان ته د پور پر ورکړې یو ځل بیا غور وکړي او اندېښنه یې څرګنده کړې چې ښایي پاکستان دغه پیسې د ترهګرۍ پر ملاتړ ولګوي.