افغانستانخبرونهنړۍ

د هند او پاکستان کړکېچ: پاکستان د چین او طالبانو د مرستې د تر لاسه کولو په هڅه کې دی

کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د هند او پاکستان د روان کړکېچ په درشل کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته راغلی او ټاکل شوې چې د کابل په کوربتوب د پاکستان، افغانستان او چین درې اړخیزه غونډه وکړي.

صادق خان پرون د جمعې په ورځ کابل ته راغلی او په کابل کې یې د چین له سفیر یو شیایو یونګ سره لیدلي.

صادق خان که څه هم د دغې لیدنې جزیات نه دي خپاره کړي خو د چین له سفیر سره د خپلې لیدنې انځور يې پر خپله اېکسپاڼه نشر کړی دی.

بلخوا ټاکل شوې نن د پاکستان، چین او افغانستان ترمنځ په کابل کې درې اړخیزه ناسته وشي .

که څه هم د دغې ناستې موخه نه ده په ډاګه شوې خو ظاهرا ښکاري چې پاکستان له دې لارې غواړي هند سره کړکېچ ختم کړي او یا د دوام لپاره د چین او طالبانو مرسته جلب کړي.