
کابل ټیلیګراف – ۲۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د چین او پاکستان هېواد له ځانګړو استازو سره لیدنه کړې.
د یاد وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، سراج الدین حقاني په کابل کې د چین د ځانګړي استازي یوی شیایونگ او د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق او ورسره مل پلاويو سره وکتل.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، سراج الدین حقاني د سیمې هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د طالبانو له نظره، د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او سیمهییز تفاهم د متقابل درناوي او تعامل له لارې تر لاسه کېدای شي.
د چین او پاکستان ځانګړو استازو افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او پر متقابل تعامل ولاړو اړیکو د لا پیاوړتیا ژمنه تازه کړه.
همدا ډول یې موافقه وکړه چې د دری واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ شپږمه ناسته به د یاد میکانیزم د تسلسل په توګه، په کابل کې ترسره شي.