افغانستانخبرونه

د ایران او امریکا د څلورم پړاو خبرې پای ته ورسېدې

کابل ټیلیګراف ۲۲ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي، چې عمان کې د ایران او امریکا ترمنځ د غیرې مستقیمو خبرو اترو څلورم پړاو څو شېبې وړاندې پای ته ورسېد.

ښاغلي بقایي زیاته کړې، چې دغه خبرې اترې که څه هم ستونزمنې وې، خو د یو بل د دریځونو د ښه درک او د اختلافي مسایلو د حل لپاره د معقولو او د حقایقو پر بنسټ لارو موندلو لپاره ګټورې وې.

نوموړي د مذاکراتو د راتلونکي پړاو په هکله ویلي، چې د دې پړاو وخت او ځای به د عماني همغږي کوونکي له لوري اعلان شي.