افغانستانخبرونه

د حماس غورځنګ د اوربند لپاره د امریکا سره په خبرو بوخت دی

د حماس اسلامي غورځنګ منلې، چې غزه کې د اوربند لپاره له امریکا سره په مستقیمو مذاکرات بوخت دي.

حماس تېره ورځ (یکشنبه، د غويي ۲۱مه) اعلان وکړ، چې د امریکا تابعیت لرونکی یو اسرائیلي عسکر هم ازادوي، څو په غزه کې اوربند ته لاره هواره شي.

ټاکل شوې، چې دغه زنداني به په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې خوشې شي.