
کابل ټیلیګراف ۲۲ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان او ازبیکستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د نږدې ۵۰ مېلیون ډالرو په ارزښت ۳۰ سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
دا هوکړهلیکونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د تواصل په کنفرانس کې لاسلیک شوي، چې پهکې د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د سوداګرۍ د خنډونو پر حل او ازبیکستان ته د افغان صادراتو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد په دې هکله وايي:«موږ مننه کوو، چې هغوی واقعاً په ټولو نړۍوالو کچو کې د اسلامي امارت ملاتړ کړی دی. د هغوی همکاري یوازې تر کنفرانسونو او هوکړهلیکونو محدوده پاتې شوې نهده؛ بلکې عملي بڼه یې هم خپله کړې او له همدې امله له دغه هېواد سره ښې لاستهراوړنې ترلاسه شوې دي.»
ورته مهال، د ازبیکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس، دوران وهاباوف، د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې ځینې ننګونې تائید کړې او هیله یې څرګنده کړه، چې دغه ستونزې به حل شي.
هغه همدا راز زیاته کړه، چې د دغه هېواد سوداګر هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېواله دي.