خبرونهنړۍ

د پاکستان او هند ترمنځ د اوربند سره، سره ۲۴ هندي هوايي ډګرونه لا هم تړلي دي

کابل ټیلیګراف ۲۲ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د را پورونو له مخې؛ د هندوستان او پاکستان هېوادونو ترمنځ د اوربند سره، سره د هندوستان هېواد ۲۴ هوايي ډګرونو کې د الوتنو عملیات نن هم غیر فعال دي چې له امله یې نن ورځ ۴۴۴ الوتنې لغوه شوې دي.

د راپور له مخې، په امرتسر، سرینګر، جمو، لداخ، درمشالا، شملې، آدم‌پور او چندي‌ګړه په ګډون بېلابېلو ښارونو کې نن ټولې الوتنې لغوه شوې دي.

راپور وايي، د ۷ ورځو راهیسې تړل شوی سرینګر هوايي ډګر څخه هره ورځ ۶۵ الوتنې لغوه شوې، د لداخ په لیه کوشک هوايي ډګر کې نن ټولې ۳۰ الوتنې لغوه دي، په داسې حال کې چې د جمو هوايي ډګر ۳۰ الوتنې لغوه دي او ټولې الوتکې له هوایي ډګر ویستل شوي دي.

له دې پرته، په درمشالا کې ۱۴، په چندي‌ګړه کې نن ټولې ۸۴ الوتنې، د جودھ‌پور هوايي ډګر ۲۰ الوتنې لغوه شوې، د راجکوټ هیراسر هوايي ډګر ۲۰ الوتنې نن هم لغوه دي او د ګجرات د بهوج هوايي ډګر څخه هم ۱۰ الوتنې لغوه شوې دي.

له دې سربېره، د هند نور ګڼ هوايي ډګرونه هم غیر فعال دي او د دې هوايي ډګرونو نن ورځ ټاکل شوې الوتنې ځنډول شوې دي.