افغانستانخبرونه

امریکا او چین د لوړو تعرفو پر کمولو سره سلا شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې واشنګټن او بېجینګ په لنډ مهالې توګه پر دې هوکړې سره سلا شوي چې پر یو بل لګولې لوړې تعرفې به راکمې کړي.

دواړو لورو هوکړه کړې چې د ۹۰ ورځو لپاره به د تعرفو دغه شخړه ودروي.

د امریکا او چین دغو استازو جینیوا کې تېره ورځ (دوشنبه) دغه پرېکړه وکړه چې دوه اړخیز سوداګریز بهیر بېرته پیل کړي.

د هوکړې لمخې به امریکا ۱۴۵ سلنې تعرفه ۳۰ سلنې او چین به پر امریکايي توکو لګول شوې ۱۲۵ سلنې تعرفه ۱۰ سلنې ته راکمه کړي.