
کابل ټیلیګراف – ۲۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته د سفر په موخه سعودي عربستان ته روان شو.
ټاکل شوې ټرامپ به په دغه درې ورځني سفر کې له سعودي عربستان څخه وروسته قطر او متحده عربي اماراتو ته هم ولاړ شي.
د راپورونو پر اساس نوموړی به د یادو هېوادونو له چارواکو سره د غزې په جګړه، له ایران سره د امریکا پر مذاکراتو او سوداګریزې راکړې ورکړې خبرې وکړي.