
کابل ټیلیګراف – ۲۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن په خپل لومړي رسمي سفر سعودي عربستان ته ورسېد او د شهزاده بن سلمان له خوا یې هرکلی وشو.
د امریکا ولسمشر د سعودي عربستان ته په رسیدو سره، د عربي قهوې د میلمهپالنې پر مهال قهوه ونه څښله او پر میز یې کېښوده او له بن سلمان سره یې خبرو ته دوام ورکړ.
دا عمل د سعودي دودونو له مخې د میلمهپالنې سپکاوی ګڼل کېږي.
ویل شوي چې د دې سفر اصلي موخه د خلیج هیوادونو سره اقتصادي او امنیتي اړیکو پیاوړي کول او په ځانګړي ډول له سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو څخه د امریکا لپاره د لویو پانګونو جلبول دي.
خبري سرچینې وايي، د سیمهییزو مسایلو په اړه خبرې اترې، لکه په غزه کې اوربند او د سعودي عربستان او اسرائیلو رژیم ترمنځ د اړیکو د عادي کولو مذاکرات، د دې سفر نورې موخې دي.
سربېره پر دې، تمه کېږي چې د ټرمپ د سفر په جریان کې د سعودي عربستان ته د امریکايي وسلو د خرڅلاو په اړه تړونونه هم لاسلیک شي.
د امریکا ولسمشر به د چهارشنبې په ورځ د قطر پلازمېنې دوحې او وروسته به ابوظبي ته په متحده عربي اماراتو کې سفر وکړي.