افغانستانخبرونه

د طالبانو مشر د ښاري طرحو په اړه فرمان ورکړی

کابل ټیلیګراف – ۲۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو مشر د ښاري طرحو (پلانونو) د غوره او اغېزناکه تطبیق، ودانیزو، سوداګریزو او صنعتي ساحو پراختیایي چارو کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه یو فرمان ورکړی دی.

د فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي، د کور او ښار جوړولو وزارت او د کابل ښاروالي په ګډون د ولایتونو او ولسوالیو اړوند ښاروالۍ مکلفيدي چي د برېښنايي او چاپي رسنیو، د مساجدو امامانو، د ګذر وکیلانو او نورو مناسبو وسایلو له لاري د ښاري طرحو (پلانونو) اړوندلازم معلومات او تفصیلات وقتاً فوقتاً خپاره او د غوښتني پر مهال یې خلکو ته ورکړي.

د دغه فرمان په دوېیمه ماده کې راغلي، هغه سیمي چي په ښاري ساحو کي داخلي شوي دي او تفصیلي طرحه (پلان) نه وي ورته جوړه شوې، ددې فرمان په لومړۍ ماده کي ذکر شوي ادارې مکلفي دي چي تفصیلي طرحي (پلانونه) دي ورته جوړ او خپاره کړي.

د فرمان په درېمه کې راغلي، د چارو ادارې او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاستونه مکلف دي چي د دې فرمان له تطبیقڅخه په دوامداره توګه نظارت وکړي.