افغانستانخبرونه

سعودي عربستان امریکا کې ۶۰۰ میلیارده ډالر پانګونه کوي

کابل ټیلیګراف – ۲۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د سعودي عربستان ولي‌عهد محمد بن سلمان تېره ورځ له امریکا سره د اقتصادي ګډون ستراتیژيک تړون له لاسلیک څخه وروسته ویلي، چې هېواد یې غواړي په امریکا کې ۶۰۰ میلیارده ډالر پانګونه وکړي.

نوموړي هیله ښودلې، چې د دغې پانګونې کچه به تر یو تریلیون ډالرو رسوي.

سعودي عربستان او امریکا تېره ورځ دفاعي، امنیتي، ټکنالوژۍ، فضایي، کانونو او روغتیایي برخو کې هوکړه‌لیکونه او تړونونه لاسلیک کړل.

د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ سعودي عربستان ته سفر کړی و.