
کابل ټیلیګراف – ۲۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی پلاوی د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان ته ولاړ.
د اقتصادي معاونیت لیکلي، یاد پلاوی د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډو کې د یوشمېر هېوادونو له لوړ رتبه چارواکو سره رسمي لیدنې هم ولري.
ټاکل شوې دغه غونډه نن پیل او د روانې میلادي میاشتې تر ۱۸ مې دوام وکړي.