
کابل ټیلیګراف – ۲۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د حرمین شریفین ادارې د تېر دود له مخې د حج د ورځو له رارسېدو مخکې خبر ورکړی، چې د کعبې شریفې غلاف به له ځمکې څخه ۳ متره لوړ کړي.
دغه اداره وایي، د کعبې غلاف به د ذیالحجې تر ۱۵مې پورې له ځمکې څخه ۳ متره پورته کړای شي او له دغه کار څخه یې موخه موخه د حج په ورځو کې د غلاف د هر ډول زیان څخه ساتنه ده.
د یادونې وړده، چې تېر وخت کې حاجیانو د کعبې په غلاف له لاس وهلو سربېره د هغې ټوټې د تبرک په توګه پرې کولې او له ځان سره یې وړلې، چې له امله یې غلاف ته زیان رسېده.