افغانستانخبرونه

ټاکل شوې د روسیې او اوکراین مذاکرات په ترکیه کې پیل شي

کابل ټیلیګراف – ۲۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

ټاکل شوې، څو شېبې وروسته د ترکیې په استانبول ښار کې د روسیې او کی‌یف ترمنځ مستقیم  مذاکرات پیل شي.

په دغو مذاکراتو کې د روسي پلاوي مشري د دې هېواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین سلاکار کوي.

له دې وړاندې اټکل کېده، چې ولادیمیر پوتین به هم په دغو مذاکراتو کې ګډون وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ هم اعلان کړی و، که پوتین په یادو مذاکراتو کې ونډه واخلي چمتو دی، چې استانبول ته ولاړ شي.