
کابل ټیلیګراف – ۲۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال انډریو سبرټون وایي، امریکا پر بهرنیو مرستو د وروستي بندیز سره د دغه سازمان ۳۳۰ میلیونه ډالره بودیجه کمه کړې چې په خبره یې، تر ټولو ډېر اغېز یې پر افغانستان کړی.
انډریو سبرټون چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مرستیال هم دی، په یوه خبري غونډه کې زیاته کړې چې د مرستو د ځنډېدو له امله افغانستان کې د ۱۰۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د دغه سازمان مرستندویه پروګرامونه بند شوي دي.
د هغه په خبره، د دغو پروګرامونو په بندېدو سره افغانستان کې ۶.۳ میلیونه خلک چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، له ژوند ژغورونکو مرستو بې برخې شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړې چې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د مېندو مړینې شمېر پکې لوړې دي او په خبره یې، افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زېږون اړوند د درملنې وړ ناروغیو له امله مري.
انډریو سبرټون ویلي، افغانستان ته په سفر کې یې د طالبانو له چارواکو سره په ځانګړې توګه په روغتیایي برخو کې د نجونو پر زده کړو او حقونو هم خبرې کړې دي.