
کابل ټیلیګراف – ۲۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره په ټیلیفوني اړیکه کې له هند سره د دغه هېواد د رامنځته شویو ترینګلتیاو د حل په برخه کې د ملګرو ملتونو هڅې ستایلې دي.
شهباز شریف د هند مشرانو له لوري پر ګواښوونکو څرګندونو هم اندېښنه ښودلې ده.
د پاکستان لومړي وزیر له ګوتریش سره دغو خبرو کې د جمو او کشمیر مسالې د حل په برخه کې د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د سیمې د امنیت او ثبات په موخه به له دواړو هېوادونو سره په اړیکه کې وي.