
کابل ټیلیګراف – ۲۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
را پورونه وایي، تېرو ۳ کالونو کې له بېلابېلو هیوادونو څخه د سوالګرۍ او نورو جرمونو په تور ۵۴۰۲ پاکستانیان ایستل شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي، تېرو دریو کلونو کې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو څخه د سوالګرۍ په تور ۵۴۰۲ پاکستانیان ایستل شوي دي.
دغه وزارت زیاته کړې، په ۲۰۲۴ کال کې په بېلابېلو هیوادونو کې ۴۸۵۰ پاکستانیان د سوالګرۍ په تور ایستل شوي و، چې سږ کال دغه کچه کې ۵۵۲ تنه زیاتوالی راغلی.
دغه وزارت وایي، تېرو دریو کلونو کې د سوالګرۍ په تور تر ټولو زیات ۵۰۳۳ پاکستانیان له سعودي عربستان څخه ایستل شوي دي.
د سوالګرۍ په تور ایستل شوي پاکستانیان د پنجاب، سند، خیبر پښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر سره تړاو لري.