
کابل ټیلیګراف – ۲۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د برېښنا رئیس ډاکټر عبدالباري عمر د تاجیکستان دانرژۍ له وزیر سره د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په اړه خبرې کړې
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د تاجیکستان د انرژۍ له وزیر دلیر جمعه سره په کتنه کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې سربېره د برېښنا انرژۍ لېږد او اقتصادي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې دې کتنه کې عمر افغانستان کې د شته فرصتونو په تړاو معلومات شریک کړي او زیاته کړې یې ده، چې دوی د ګاونډیانو په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړي.
دغه راز دې کتنه کې دواړو لوریو د برېښنا انرژۍ برخه کې د ګډ کار ژمنه کړې ده.