
کابل ټیلیګراف – ۲۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
په خوست ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې ولایت مقام ویلي، د دې ولایت د کانونو ریاست د شمل دو مندې ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د کوارس یوه لویه کان موندلی دی.
دوی زیاته کړې، کوارس بېلابېل رنګونه لري او ځینې خلک یې د کریسټال، بلور او یخک په نومونو هم یادوي.
د معلوماتو له مخې؛ کوارس د شیشې جوړولو، د تلویزیون د سکرینونو، لاسي ساعتونو، غوږوالو، تلسکوپونو، کمرو، هوايي رادارونو، د تیلو صنعت، په طب کې د ذهن تمرکز، فشار کمولو، کاري انرژي، د معافیت سیستم پیاوړتیا او روحي ارامتیا لپاره کارول کېږي.
د یادونې وړده، چې افغانستان د معدني زیرمو له پلوه بډای هیواد دی او ورځ تر بلې نوي کانونه په کې موندل کېږي.