
کابل ټیلیګراف – ۲۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وایي، په شمالي زون کې را ټول کړي ۸۴۳ میلیونه او ۴۳۰ زره افغانۍ زاړه بانک نوټونه نن وسوزول.
د مرکزي بانک په اعلامیه کې راغلي چې دا بانکنوټونه د شمال او شمالختیځ زونونو څخه راټول شوي وو.
مرکزي بانک زیاته کړې، چې له بازارونو څخه د زاړه بانک نوټونو د را ټولېدو بهیر جریان لري او وګړي کولی شي، له کاره لویدلې بانک نوټونه د مرکزي بانک په نمایندګیو کې په نویو بانک نوټونو بدلي کړي.
په افغانستان کې د بانکي کارتونو پر خای ورځنۍ چارې په نغدي افغانیو ترسره کیږي.
له همدې امله دغه بانک نوټونه د زړښت او شلیدو سره مخ کیږي، چې وروسته د افغانستان بانک لخوا سوزول کیږي.