افغانستانخبرونه

د افغانستان او روسیې ترمنځ پينځه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

کابل ټیلیګراف – ۲۷  غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

کازان کې د طالبانو ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او په اقتصادي چارو کې د روسیې فدراسیون د لومړي وزیر مرستیال الکسي اویرچوک په حضور کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پینځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

اقتصادي معاونیت وایي، چې دغه هوکړه لیکونه د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او د روسیې فدراسیون د ترانسپورټ وزارت ترمنځ د ترانسپورټ او ترانزیټ، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې پراختیا، د دواړو هېوادونو د یوشمېر لویو خصوصي شرکتونو ترمنځ په افغانستان کې د نفت او ګازو د اکتشاف استخراج او تصفیې او دغه از د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او صنعتي- لوجستیکي کمپلکس جوړولو په برخو کې دي.