
کابل ټیلیګراف – ۲۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ترکیې په استانبول ښار کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرې اترې پای ته ورسېدې.
ترکي رسنیو د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمراوف له قوله راپور ورکړی، چې په دې پړاو خبرو کې دواړو لوریو د زرو تنو جنګي اسیرانو د تبادلې پر سر هوکړه کړې.
د اوکراین د دفاع وزیر په وینا، په دې خبرو کې د اوربند او د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو د احتمالي لیدنې په اړه هم خبرې شوې دي.
له بلې خوا، د روسیې د پلاوي مشر، ولادیمیر مدینسکي، ویلي چې مسکو په ټوله کې د دغو خبرو له پایلو خوښ دی او تماسونه به لا هم دوام ولري.