
کابل ټیلیګراف – ۲۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
رویټرز د غزې د روغتیایي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د پنجشنې له سهار څخه د (۲۵ غویي) تر دې مهاله پر غزه تړانګه کې د اسرائیلو په بریدونو کې څه باندې ۲۵۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
د راپور لهمخې، دا په غزه کې د اوربند له نقض څخه وروسته تر ټولو مرګوني توپچي بریدونه شمېرل کيږي.
بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د لومړي ځل لپاره په غزه کې د لوږې او د بشري مرستو رسولو یادونه کړې او ویلي یې دي چې «باید له فلسطنیانو سره مرسته وکړو.»
ټرامپ دغه څرګندونې داسې مهال کړي، چې منځني ختیځ ته یې وروستۍ سفر په غزه کې د اوربند له پرمختګ پرته پای ته رسولی دی.