خبرونهنړۍ

د امریکا د نیواورلئان له زندان څخه ۸ بندیان تښتیدلي

کابل ټیلیګراف – ۲۷  غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د متحده ایالاتو د نیواورلئان له زندان څخه اته بندیان په تېښته بریالي شوي دي.

اسکای‌نیوز د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې دا کسان پرون د تشناب له کړکۍ څخه په ګټې اخیستنې په تېښته بریالي شوي او د زندان امنیتي چارواکي له پېښې اوه ساعته وروسته پوه شوي، چې اته بندیان یې تښتیدلي.

د راپور له مخې، له دغو کسانو څخه دوه تنه بېرته نیول شوي، خو اته نور لا هم تښتېدلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې تښتېدلي کسان د قتل په تور متهم دي.

امنیتي کمرو انځورونه ښيي چې دا تښتېدلي کسان د اورلئان د عدالت له مرکز څخه له وتلو وروسته، د کمپلو په مرسته د اوسپنې اغزن تار له خنډ څخه تېر شوي او بیا د نږدې لویې لارې له لارې تښتېدلي دي.

یو انځور چې د بندیانو د تېښتې سوري ښيي، پر دیوال لیکل شوي پیغامونه هم ښودلي دي: «ډېر اسانه وه، خخخ.»
رسنۍ دا بریالۍ تېښته د «رستگاری در شاوشنک» فلم له صحنو سره پرتله کړې ده.