
کابل ټیلیګراف – ۲۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان پخوانی بهرنیو چارو وزیر شاہ محمود قریشي باندې په زندان کې د زړه حمله راغلې او له امله یې نوموړی روغتون ته رسول شوی دی.
د شاہ محمود قریشي وکیل ویلي: د زړه د تکلیف له امله یې شاه محمود قریشي د (پنجاب انسټیټیوټ آف کارډیالوژي) روغتون ته لېږدول شوی دی.
د شاہ محمود قریشي وکیل زیاته کړې، شاہ محمود قریشي د سهار لمانځه وروسته پی آئی سی ته ولېږدول شو، او د زندان ادارې د شاہ محمود قریشي کورنۍ ته هم خبر ورکړی دی.
د یادونې وړده، چې شاہ محمود قریشي تېر کال د مې په ۹مه د پېښو په تړاوو قضیو کې نیول شوی و او اوس مهال د لاهور په کوټ لکھپت زندان کې بندی دی.