
کابل ټیلیګراف – ۲۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د عدلیې وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست عبدالحکیم سرعي روسیې ته ولاړ.
د یاد وزارت ویاند برکتالله رسولي وايي، عبدالحکیم شرعي، نن شنبې د سن پترزبورګ د نړیوال حقوقي فورم په دیارلسمې غونډې کې د ګډون په موخه روسيې ته ولاړ.
نوموړی به د بېلابېلو هېوادونو د عدلیې وزیرانو، قضایي چارواکو او حقوقي کارپوهانو په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د طالبانو د عدلیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، عبدالحکیم شرعي به په دې غونډه کې د قوانینو، عدالت د تامین، په نړیوالو حقوقو کې د اصلاحاتو د اړتیا او د نړیوالو تعاملاتو په اړه د دریځ په اړه وینا وکړي.
د نړیوال حقوقي فورم غونډه به د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د روسيې په سن پترزبورګ ښار کې پیل شي او درې ورځې به دوام وکړي.